۱۹ کلن مسلمان هلک پر ۴۰۰ ژبو د خبرو او پوهېدلو ریکارډ جوړ کړ

۱۹ کلن مسلمان هلک پر ۴۰۰ ژبو د خبرو او پوهېدلو ریکارډ جوړ کړ

د هند دې ۱۹ کلن ځوان محمود اکرم نومي د ۴۰۰ ژبو له زدکولو سره نړۍ حیرانه کړې ده.

د دې هندي مسلمان ځوان د ژبو د زدکړې سفر په ماشومتوب کې د خپل ژبپوه پلار پر لارښوونه پیل شوی دی.

د خپل پلار پر هڅونه هغه د ژبو زدکړه روانه وساتله او د شپږ کلنۍ په عمر کې یې ان له خپل ښوونکي څخه هم مخکې شو.

اکرم په اته کلنۍ کې د تر ټولو د ځوان څو ژبو ټایپیسټ په توګه نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

هغه د ۴۰۰ ژبو پر مهارت لرلو یو بل نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

محمود اکرم د لیسانس د څو پروګرامونو په زدکړو هم بوخت دی.

مربوطه مطالب

Back to top button