کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ کب، ۱۴۰۳ل)
په امریکا کې د عربو د د یموکراسۍ سازمان له نړیوالې جنایي محکمې غوښتي، چې د غزې په جنایتونو کې د لاس لرلو له امله باید د امریکا له پخواني ولسمشر جو بایډن، د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن او د دفاع له وزیر لوید استین څخه څېړنې وکړي.
یاد سازمان ویلي ، چې دغه چارواکي د غزې جګړه کې د اسرائیلو د ملاتړ له امله د جنګي جنایتونو مرسته کوونکي دي او نړیوال اصول یې نقض کړي دي.


















