کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ حوت، ۱۴۰۳ل)
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د پولیسو له روزنیزو مرکزونو کې څخه ۱۳۰۰ منسوبینو مسلکي زده کړې بشپړې او فارغ شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د دغه منسوبينو له ډلې څخه ۶۰۰ تنه د بلخ د پولیسو له روزنیز مرکز څخه او ۷۰۲ تنه د هلمند د پولیسو له اسلامي او ښوونیز روزنیز مرکز څخه خپلې مسلکي زده کړې بشپړې او فارغ شوي دي.
د يادو مراسمو د فراغت غونډې پر مهال مسؤولينو له تازه فارغ شويو منسوبينو غوښتنه وکړه چې د نظام د ساتنې، د آمر د اطاعت تر څنګ دې د امنیت د ټینګښت او د خلکو د خدمت لپاره خپل ټول توان په کار واچوي.
د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو د پوليسو په روزنيزو مرکزونو کې په مختلفو مسلکي څانګو کې زرګونه تنه منسوبین روزل شوي او د ټولنې خدمت ته وړاندې شوي دي.


















