د احصایې او معلوماتو ملي اداره: تېره میاشت ۲۴۶۵ بهرنيو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

‏کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ حوت، ۱۴۰۳ل)

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲ زره او ۴۶۵ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.

د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، په سلواغه میاشت کې د ۳۶ ښځینه‌وو په ګډون ۱۳۱۱ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۳ ښځینه‌وو په ګډون، ۱۱۵۴ نور له هېواده وتلي دي.

د ثبت شويو ارقامو معلومات ښيي چې ۱۲۸۵ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۲۶ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۱۹۳ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.

د يادونې ده، چې د سعودي په سمول، اردن، مصر، اسټرالیا او نور ډېری هېوادونه خپله ملیاردونه ډالر کلنۍ بودیجه د سیلانیانو له درکه پوره

کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button