ذبیح الله مجاهد: افغانستان کې پاتې شوي امریکايي تجهیزات جنګي غنیمت دي

کابل ټکی کام (یکشنیه، ۱۲ کب، ۱۴۰۳ل)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په افغانستان کې له امریکایانو پاتې شوي وسلې او تجهیزات جنګي غنیمت دی.

نوموړي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي، چې د افغانستان په اړه له احساساتي خبرو ډډه وکړي او د دغه هېواد په اړه بشپړ معلومات وکړي.

ذبیح الله مجاهد په بګرام اډه کې د چینایانو شتون هم رد کړ او ویلي، چې دغه اډه د دوی په واک کې ده.

مجاهد له ازبکستان څخه هم غوښتي چې د افغانستان پاتې هلیکوپټرې دوی ته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو ویناوو کې درې ځله په افغانستان کې پاتې شویو وسلو ته اشاره کړې او ټینګار یې کړی، چې بیرته به یې تر لاسه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button