کابل تکی کام (دوشنبه، ۱۳ کب، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې، تېره شپه يو ځل بيا د تورخم دروازې ته څېرمه د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولين وایي، لومړی پاکستاني ځواکونو پر افغان پوستو ډزې کړي، چې افغان ځواکونو هم د پاکستاني مليشو د بريد ځواب ورکړی او هغوی ته تلفات اوښتي دي.
پاکستاني امنيتي سرچينو ډيوه راډيو ته په تازه نښتو کې د درې پاکستاني اېف سي ځواک عسکرو د ټپي کېدو خبر ورکړی زياتوي چې يو ځايي تن د ځان خوندي کولو په هڅه کې د زړه دورې له امله مړ شوى او دوه نور عام خلک هم ټپيان شوي دي او ځينو سرچينو د پاکستاني مليشو د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.
ځايي سرچينې وايي، په نښته کې سپکې او درنې وسلې کارول شوي دي.
په عين حال کې په تورخم کې د نښتې پر مهال هلته سلګونو په توکو بار لاریو ته ویل شوي چې د کرښې له دواړو غاړو لېرې پرتو سیمو ته ولاړې شي.
پرون د تورخم کميسارۍ، د ننګرهار چارواکو او پاکستاني غاړې چارواکو تر منځ د تورخم دروازې خلاصېدو په اړه ناسته وشوه، خو بې نتيجې پای ته ورسېده.
دواړو غاړو ته سلګونه په توکو بار لارۍ ولاړې دي او سوداګر وايي د تورخم لارې له تړل کېدو، میلیونونه ډالره زیان وراوښتی دی.
د تورخم کميسار دواړو غاړو ته له خلکو غوښتي چې د دوی تر اعلان پورې دې تورخم ته له تګ راتګ ډډه وکړي.


















