کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ کب، ۱۴۰۳ل)
د اسرائیلو هاارتص ورځپاڼې د صهیونیستي ریژیم د امنیتي سرچینو له قوله لیکلي، که د اوربند مذاکرات ناکام شي، اسرائیلي ځواکونه چمتو دي، چې خپل پوځي عملیات بېرته پیل کړي.
په ورته مهال د یمني حوثیانو د مقاومتي غورځنګ انصارالله بنسټګر او روحاني مشر عبدالملک الحوثي بیا خبرداری ورکړی، چې که جګړه بېرته پیل شي تل ابیب به له مینځه لاړ شي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې دوی به د فلسطین نظامي ملاتړ وکړي او ټوله صهیونیستي اداره به تر بریدونو لاندې راولي.


















