کابل تکی کام (دوشنبه، ۱۳ کب، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې، د کابل ښار په مربوطاتو کې د پوليسو له لوري ۴ تنه وسله وال غله نيول شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي، چې دغه څلور تنه غله د پوليسو ځواکونو له لوري د کابل ښار اړوند د څلورمې حوزې په سيمه کې نیولي دي.
د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي کسانو د هېوادوالو موټرونه او نورې شتمنۍ غلا کولې چې د پوليسو ځواکونو له لوري ونيول شول.
د يادونې وړ ده، چې په ټول هېواد کې د هېوادوالو د امنيت د تامين په موخه پوليس شپه او ورځ د خپلو خلکو په خدمت کې بوخت دي.


















