کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ کب، ۱۴۰۳ل)
د مصر د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې د غزې د بیارغونې پلان چمتو دی او د مارچ په څلورمه به د عربي هېوادونو بېړنۍ غونډې ته وړاندې شي.
عربي هېوادونو د غزې د کنټرول او د فلسطینیانو د بیا مېشتېدو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان رد کړ.
د مصر د بهرنیو چارو وزیر په وینا، د دغه هېواد د بیارغونې پلان به په بشپړ ډول مصري یا عرب نه وي، بلکې نړۍوال ملاتړ او تمویل به ترلاسه کړي، ترڅو بریالی پلی شي.


















