کابل تکی کام (سه شنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۳ل)
وروسته له هغې چې د تورخم لاره له تېرو شاوخوا لس ورځو راهیسې د پاکستان له لوري تړل شوې او څو ځلې دواړو غاړو ځواکونو تر منځ نښتې هم وشوې، اوس په يوه تازه اقدام کې د ننګرهار چارواکو امر کړی چې په ځينو سرحدي ولسواليو کې د کلدارو په محدوده راکړه ورکړه هم بنديز دی.
د ننګرهار د رسنيو دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دغه والي او مسولينو د يوې ګډې ناستې په ترڅ کې پريکړه کړې چې تردې وروسته بايد په څو پاتې ولسواليو کې د کلدارو د کارونې مخنيوی وشي او افغانۍ په بشپړ ډول ترويج کړل شي.
خبرپاڼه کې راغلي: « شينواري، سپين غر، اچين، لعلپوره، مومندره، نازيان او دوربابا هغه ولسوالۍ دي چې د کالدارو چلند په کې محدود دی؛ خو بايد په بشپړ ډول يې د چلند مخنيوی وشي او ټوله راکړه ورکړه په افغانيو تر سره شي.»
د ننګرهار والي، مسئولينو ته لارښوونه کړې چې اصنافو، سوداګرو، قومي مخورو او علماء کرامو سره عاجل ناستې جوړې کړي او د کالدارو مخنيوي په برخه کې عملي اقدامات تر سره کړي.


















