کابل تکی کام (شنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۳ل)
د لوګر ولایت د ټولګټو چارو رياست مسؤلين وايي، چې د لوګر او میدانوردګ ولايتونو ترمنځ د غځېدلي سړک د بیارغولو لومړنۍ چارې پيل شوې.
د لوګر د ټولګټو ریاست مطبوعاتي مسوول محمدرضا کریمي وايي، چې په دغه مسیر کې به د سړک له مخې ټولې موانع به ليرې شي او په خبره يې چې د لوګر د ټولګټو ریاست به د یاد سړک د رغولو له چارو وخت پر وخت څارنه کوي څو په معیاري توګه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
بايد وويل شي، چې يوه مياشت مخکې د ټولګټو وزارت د میدانوردګ – لوګر ترمنځ د ۵۰ کيلومتره نښلوونکي سړک رغولو تړون له یوه خصوصي شرکت سره د ۷۱۳ میلیون افغانیو په لګښت لاسلیک کړ چې چارې به یې تر راتلونکو ۱۶ میاشتو پورې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.


















