عبدالمالک الحوثي: که د غزې محاصره ختمه نشي، د اسرائیلو پر لور تلونکې کښتۍ به په نښه کړو

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۳ل)
د یمني حوثيانو بنسټګر او روحاني مشر عبدالملک حوثي ویلي، چې که د راتلونکو څلورو ورځو په ترڅ کې غزې ته د بشري مرستو او خوراکي توکو د رسولو اجازه ورنهکړل شي، نو دوی به په سره سمندر کې د اسرائیلو پر لور تلونکې کښتۍ په نښه کړي.
حوثي ټینګار کړی چې دا مهلت د اسرائیلو لپاره نه، بلکې منځګړیو جهتونو ته دی، ترڅو د خبرو له لارې حللاره ومومي. نوموړي زیاته کړې: “که د دې ستونزې حلیې ونه موند، موږ به په زور خپله پرېکړه عملي کړو.”
د حوثیانو مشر دا هم ویلي، چې “محاصره د محاصرې په بدل کې ده؛ که اسرائیل غزه محاصره کوي، موږ به د اسرائیلو او د هغوی د متحدینو کښتۍ په سره سمندر کې محاصره کړو.”



