حماس: فلسطیني میرمنې د صهیونیستي ريژیم له لوري له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۳ل)
حماس اسلامي غورځنګ د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې فلسطیني مېرمني د صهیونیستي ريژیم له لوري له خپلو اساسي حقونو بې برخې شوې دي. اعلامیه کې راغلي: د ښځو نړیواله ورځ د صهیونیستي ريژیم له لوري د فلسطیني مېرمنو پر وړاندې د ترسره کېدونکو جرمونو د افشا کولو لپاره یوه ښه موقع ده. فلسطیني ښځې د یرغلګرو له لوري د وحشیانه بمباریو، وژنو، جبري بې ځایه کېدو، نیونې، شکنجې او له خپلو اساسي بشري حقونو د محرومېدو قرباني شوي دي. اعلامیه کې دغه راز راغلي: پر غزې تړانګې د صهیونیستي یرغل د پیل راهیسي ۱۲۰۰۰ زره فلسطیني مېرمنې په شهادت رسیدلي، زرګونه ټپیانې او زرګونه نورې نیول شوې او دغه راز سلګونه زره نورې هغه له خپلو مېنو بې ځایه شوي، چې دا د ټول بشریت پر تندي د شرم تور داغ دی. دا نه زغمونکی حالت د هغه چا لپاره رسوایي ده، چې د ښځو د حقونو د ساتنې ادعا کوي ځکه هغوی د دغو جنایتونو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي. د حماس اعلامیه وایي: فلسطیني مېرمنې د اشغالګرو په زندانونو کې له خورا سختو روحي او جسمي شکنجو سره مخ دي، چې دا کړنې د نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده. دا وضعیت د امریکا او ځینو نورو لوېدیځو هېوادونو د دوه ګوني چلند څرګندونه کوي، ځکه چې هغوی زموږ د اسیرانو د قضیې پر وړاندې له تبعیضه کار اخلي. د حماس اعلامیه کې راغلي: موږ د ښځو د نړیوالې ورځ په مناسبت د فلسطین په قضیه کې د خپلو ښځو د رول ستاینه کوو او د غزې، لوېدیځې غاړې، قدس او اشغال شویو سیمو په ټولو زړورو ښځو غږ کوو چې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، له خپلو ورونو سره اوږه په اوږه د اشغالګر ريژیم پر وړاندې ودریږي او موږ ډاډ ورکوو، چې په راتلونکي خپلواک دولت کې به د فلسطیني ښځو رول بارز او تلپاتې وي.



