د افغانستان بهرنیو چارو وزیر عمان ته په سفر ولاړ

کابل تکی کام (يکشنبه، ۱۹ کب، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د عمان سلطنت د بهرنیو چارو د وزیر ښاغلي بدر بن حمد البوسعيدي په بلنه هغه هېواد ته سفر وکړ.

ټاکل شوې ده، چې دواړه هېوادونه به پر دوه اړخیزو اقتصادي او سیاسي چارو او دوه اړخيزه اړيکو باندي خبرې اتري وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په پام کې ده د هېواد د بهرنيو چارو وزير به د عمان سلطنت د بهرنيو چارو وزير سربېره د هغه هېواد نورو لوړپوړو چار واکو سره هم د سیاسي او اقتصادي اړېکو او دوه اړخیزو همکاريو پر پراختيا خبرې وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button