‏زابل- کندهار: دوه روغتیايي مرکزونه او د اوبو لګولو یو کانال ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

کابل تکی کام (دوشنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې، په کندهار ولايت کې د اوبو رسولو يو کانال او په زابل ولايت کې دوه روغتيايي مرکزونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

دغه روغتیايي مرکزونه چې د مرکز قلات اړوند باباګک او میزاني ولسوالۍ په درویشک سیمو کې واقع دي د پرانیستې مراسمو کې يې د زابل مرستیال والي مولوي محب االله حماس او د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر ميرويس او نورو مسولينو ګډون کړی و.

د زابل روغتيايي مسؤولين وايي، چې د يادو فرعي روغتيايي مرکزونو خدمات د عامې روغتیا ریاست په همغږۍ د BMGF په مالي لګښت د Haddaf مؤسسې له لوري تطبیق کېږي او ورسره به د سیمو اوسېدونکو روغتیايي ستونزې تر ډېره حل شي.

دغه راز په يوه بل خبر کې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو ويلي، چې د دغه ولايت د نېش ولسوالۍ په میانکو سیمه کې د ۴.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه کانال ۳.۵ کیلو متره اوږدوالی، په پیل کې ۵.۵ متره او په پای کې ۱.۵متره سور او ۱.۴۰متره لوړوالی لري، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پراختیایي بودیجه رغول شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button