پاکستان کې ۲۱ افغان کډوال له بنده خوشې او هېواد ته راستانه شول

کابل تکی کام (دوشنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې، په پاکستان کې ۲۱ افغان کډوال وړمه ورځ د کب پر ۱۹مه نېټه له بنده خوشې او خپل هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې د کندهار ولايت د سپين بولدک د سرحدي آمریت د معلوماتو پر اساس ليکلي، چې دغه کسان د پاکستان د بلوچستان د صوبې په بېلابېلو سيمو کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نيول شوي وو او ۵ تر ۲۵ میاشتو پورې بنديان وو، چې د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
پاکستان حکومت وخت ناوخت په دغه هېواد کې هير قانوني افغان کډوال نيسي چې په هغه هېواد کې له څو مياشتې زندان تېرولو وروسته د مهاجرينو وزارت او يا د افغان کونسلګري په هڅو را ازاديږي او خپل هېواد ته يې راستنوي.



