ننګرهار کې يو کاناډايي تبع سيلاني د اسلام په مبارک دین مشرف شو

کابل تکی کام (دوشنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۳ل)

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، چې دغه ولايت کې یو تن کاناډايي تبع سيلاني د اسلام مبارک دین قبول کړ.

نوموړی کاناډايي اېډوارد انډرېس نوميږي چې ۳۷ کاله عمر لري او دغه ولايت ته په سیاحت تللی و.

مسوولين وايي، چې پر نوموړي تن د اسلام تر قبلولو وروسته د محمداکبر نوم کېښودل شو.

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ګرځندوی آمر عيدمحمد حنفي وايي، یاد سیلانی دغه ولایت ته د ورتګ پر مهال، د خلکو د اخلاص، مینې او له اسلامي اخلاقو څخه د متاثره کېدو له امله مسلمان شوی دی.

خپله ياد سيلاني ويلي، چې د افغانانو دیني عقیدې، میلمه‌پالنې او اسلامي اخلاقو یې زړه ته لاره پیدا کړه او له هغه وروسته یې د اسلام مبارک دین ته د داخلېدو پرېکړه وکړه.

په دې وروستیو کې په بېلابيلو ولايتونو کې څو نورو سيلانيانو هم د افغانانو د اسلامي اخلاقو او ميلمه پالنې ته په کتلو د اسلام مبارک دين منلی او مسلمانان شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button