حماس: پر غزې د برښنا بندولو پرېکړه ستر جنګي جرم دی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۳ل)
د حماس جهادي غورځنګ د اسرائيلو له لوري پر غزې د برښنا پرې کولو پرېکړه غندلې او هغه يې ټولنيزه سزا او جنګي جرم ګڼلی دی. حماس د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي: غزې ته د خوراکي توکو، درملو او اوبو له بندولو وروسته د برښنا پرې کولو پرېکړه په کلکه غندي. د الجزيرې د خبر له مخې، د اشغالګرو اسرائيلو د انرژۍ وزير غزې ته د برښنا د لېږد د ژر تر ژره پرې کولو امر کړی. اسرائيلي اشغالګرو غزې ته د خوراکي توکو، درملو، پاکو اوبو او مرستو له بندولو وروسته د برښنا پرې کولو پرېکړې سره غواړي پر حماس فشار راوړي. د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي فرانسيسا البانيس هم د اسرائيلو دغه پرېکړه غندلې. په خبره يې، هغه هېوادونه چې لا هم اسرائيلو سره مرسته کوي، له دې رژيم سره په نسل وژنه کې شريک دي. د يادونې وړ ده چې اسرائيلو له يوې اوونۍ راهيسې غزې ته د ټولو بشري مرستو د لېږد مخه نيولې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button