ولسمشر الشرع: څوک چې د ملکي وګړو وژنه کې لاس لري سزا به ورکړل شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۳ل)
د سوريې د نوي جمهوري دولت ولسمشر احمد الشرع ويلي: هر څوک چې له خپل واک څخه په ناوړې ګټې اخيستنې د ملکيانو په وژنه کې رول ولري، سزا به ورکړل شي. رويټزر خبري اژانس خبر ورکړی، چې د سوريې د حکومت او د بشار الاسد د طرفدارو پاڅون کوونکو ترمنځ لا هم جګړه دوام لري. تر اوسه له زرو تنو زيات کسان په کې وژل شوي دي. دغه نښتې د سوريې سواحلو او لاذيقه، جبله او بانياس سيمو کې دوام لري، چې ډېر وژل شوي يې د بشار الاسد د رژيم پلويان علويان دي. رويټرز همدا راز ويلي: پاڅون کوونکو پر عامه تاسيساتو په بريدونو او د برښنا او اوبو په قطع کولو سره سوريه کې تاوتريخوالی زيات کړی دی. په ورته مهال د سوريې د بهرنيو چارو وزير ويلي: چاته به اجازه ورنه کړي، چې سوريه له يوې بلې جګړې او بحران سره مخ کړي.



