ملګرو ملتونو کې روسیې استازی: نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره له هر ډول فشار پرته رغنده تعامل ولري

کابل تکی کام (سه شنبه، ۲۱ کب، ۱۴۰۳ل)

‏د راپورونو له مخې، په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره پر همکارۍ او رغنده تعامل ټينګار کړی دی.
نوموړي ویلي، چې له طالبانو سره له همکارۍ پرته هېڅ بدیل نشته او دا تګلاره باید د نړیوالې ټولنې د رغنده تعامل او د افغانستان د خلکو د اړتیاوو د درناوي پر بنسټ ولاړه وي:« نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره رغنده تعامل ولري او تعامل باید له هر ډول فشار او باج اخیستلو پرته وي».
واسیلي نبنزیا وايي، که څه هم داعش او نورې ډلې غواړي چې وضعيت بې ثباته او ټوله سيمه نارامه کړي خو زياتوي چې د افغانستان سوله د ټولې سيمې لپاره ګټوره ده.
نوموړي په افغانستان کې د امريکا د پاتې شونو وسلو په اړه له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د نامعقوله دلايلو او فشارونو پر ځای دې د طالبانو له حکومت سره د همکارۍ له لارې د امنيت او ثبات لپاره کار وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button