د سوریې دیموکراتیک ځواکونه مرکزي حکومت سره یوځای شول

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ کب، ۱۴۰۳ل)
د سوریې د نوي جمهوري دولت ولسمشر احمد الشرع او د دغه هېواد د دموکراتیکو ځواکونو مشر مظلوم عبدي یوه هوکړه لاسلیک کړې، چې له مخې به یې دموکراتیک ځواکونه د دې هېواد په ملکي او نظامي ادارو کې شامل شي.
د الجزیرې تلویزیون د راپور له مخې، دا هوکړه تېره ورځ لاسلیک شوې، چې پکې د سوریې پر یووالي ټینګار شوی او ټاکل شوې چې د شمال ختیځې سیمې غیرنظامي او نظامي ادارې، بندري تاسیسات، هوایي ډګرونه او د نفتو او ګازو سرچینې د مرکزي حکومت تر کنټرول لاندې راشي.
یاده هوکړه کې د ټول هېواد پر کچه اوربند او د سوریې د دموکراتیکو ځواکونو له لوري د بشارالاسد د پلویانو پر ضد د مبارزې ملاتړ هم شامل دی.



