بلوڅ وسلوالو پېښور ته تلونکی اورګاډی چې پکې 100 پاکستاني پوځیان سپاره و، يرغمل کړی

کابل تکی کام (سه شنبه، ۲۱ کب، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې، د پاکستان د بلوچستان صوبې څخه خېبر پښتونخوا ته تلونکي ریل ګاډي باندې بلوڅ وسله والو بريد کړی چې د نورو مسافرو ترڅنګ د بلوڅ وسله والو له لوري پکې ۱۰۰ تنه پاکستاني پوځيان يرغمل کړي دي.
چارواکي وايي، دغه بريد د بولان په غريزه سيمه ډهاډر کې شوی چې پکې د رېلګاډي چلونکی او ځينې مسافر ټپيان شوي هم دي.
د بلوچستان حکومت وياند پر جعفر اکسپريس د بريد د تائيد تر څنګ ويلي چې سيمې ته امبولانسونه او امنيتي ځواکونه استول شوي او د يرغمل کسانو د ژغورنې عمليات پيل شوي دي.
ځايي سرچينې وايي، چې د پوځ له لوري په عملياتو کې له پوځي چورلکو څخه استفاده کېږی او د بريد مسووليت د بلوڅ بېلتون خوښې وسله والې ډلې بي ایل اې منلی دی.
پر ټولنیزو رسنیو خپاره کړي بیان کې بي ایل اې ویلي که د حکومت له خوا پر دوی ځوابي عملیات وشي نو دوی به ۱۰۰ تنه پوځيان ټول ووژني چې مسوليت به يې د حکومت او پوځ پر غاړه وي.
د بي ال ای خبرپاڼه کې راغلي:«که حکومت یا پوځ د عملیاتو هڅه وکړي، نو درنې پایلې به ولري، او ټول یرغمل شوي مسافر به ووژل شي، چې پړه به یې د حکومت پر پوځ وي».
خبرپاڼه زياتوي، دغه عملیات د بی ایل ای د مجید بریګېډ، ایس ټي او ایس، او فتح سکواډ ځانګړو جنګیالیو په ګډه ترسره کړي دي او که پر دوی برید وشي، کلک ځواب به ورکړل شي.
د سرچينو تر مخه په يادو نظامیانو کې د پاکستان پوځيان، پولیس، سي ټي ډي عسکر شامل دي.



