لغمان کې پر ۲۵۰ هکټاره ځمکه د زیتونو باغونه جوړېږي

کابل تکی کام (چهارشنبه، ۲۲ کب، ۱۴۰۳ل)
د لغمان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې په دغه ولايت کې پر ۲۵۰ هکتاره ځمکه د زيتونو باغونه جوړيږي.
د ياد رياست مسوولين وايي، چې د يادو باغونو جوړولو لپاره د مهترلام، قرغیو او الیشنګ ولسوالیو کې ځمکې ځانګړې شوي چې د دې پروژې له مخې به ۲۵ زره د زیتونو نیالګي کینول شي.
د کرنې ریاست د نشراتو مسول سردار زیار ويلي، د زيتونو دغه باغونه د یاد ریاست او د ژوند چاپېریال ساتنې ریاست په همغږۍ د خوراک او کرنې نړیوال سازمان “جیف سیون” پروژې په مالي مرسته جوړېږي، چې ۷۵ زره امریکایي ډالر لګښت به پرې راشي.
د مسوولينو په وينا، د دې پروژې له لارې به تر سلو زيات بېروزګاره کسان په کار وګمارل شي.
زياتوي، اوس مهال د زيتون د نیالګیو د وېش لړۍ پیل شوې او ډېر ژر به يې د کینولو بهیر هم په عملي ډول پيل شي.



