د ا.ا.ا مرستيال وياند: په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي او د ځينو نورو لوريو عقدهيي څرګندونو ته غبرګون ښودلی

کابل تکی کام (چهارشنبه، ۲۲ کب، ۱۴۰۳ل)
د افغانستان اسلامي امارت مرستيال وياند په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي او د ځينو نورو لوريو عقدهيي څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت، د امنیت شورا د غونډې په غبرګون کې ویلي، سرپرست حکومت تل هڅه کړې، چې له نړۍوالې ټولنې سره تعامل ولري خو په وينا يې ځینې هېوادونه هڅه کوي، چې په دې برخه کې خنډونه رامنځته کړي زیاتوي:«متاسفانه ځينې هېوادونه، په دې برخه کې خنډونه رامنځته کوي، دا د ملګرو ملتونو سازمان تر جرأت او سالم تصمیم پورې اړه لري، دوی باید د لویو هېوادونو د سیاستونو تر اغېز لاندې پرېکړې ونهکړي، خپلواکه او واقعاً بېپرې تصمیم ونیسي، کهچېرې داسې وشي بیا افغانستان کولای شي په نړۍواله ټولنه کې، خپل ځای ومومي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ترلاسه کړي.»
د پاکستان استازي منیر اکرم د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته کې د افغانستان په اړه ادعا کړې، چې د پاکستان تحریک طالبان د ډیورنډ فرضي کرښې اوږدو کې فعالیت لري او له هغه ځایه د پاکستاني پوځیانو او پر دولتي تاسیساتو بریدونه کوي.
خو ښاغلي فطرت زیاته کړې، دا مهال افغانستان کې یو واحد نظام حاکم دی په خبره یې د افغانستان په اړه د عقدمندانه او ناعادلانه قضاوتونو مخنیوي لپاره باید د ملګري ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان څوکۍ په رسمیت وپېژندل شي.



