‏کندهار کې ۴۸۶ تنه پولیس د مسلکي زده کړو څخه فارغ شول

کابل تکی کام (چهارشنبه، ۲۲ کب، ۱۴۰۳ل)

د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع وايي، چې ‏د کندهار د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۴۸۶ تنه پولیس د مسلکي او عقیده تي زده کړو وروسته فارغ شول.

د پوليسو فراغت غونډې ته د یاد ولایت ملکي او نظامي مسوولین ورغلي وو او یو شمیر ګډونوالو پکې وینا کړې او د یاد مرکز قومندان ښاغلي مطیع الله فاروقي په خپلو خبرو کې، فارغو شویو منسوبینو ته مبارکي ورکړې او دوی ته یې د اسلامي اصولو په رڼا کې، د خپلو دندو تر سره کولو توصیه کړې ده.

د غونډې په پای کې په فارغو شویو منسوبینو د فراغت سندونه هم ويشل شوي دي.

د يادونې ده، چې دوه ورځې مخکې ‏د پروان د پولیسو له روزنېز مرکز څخه هم ۲۶۳ منسوبین د مسلکي او عقیدتي زده کړو دوره بشپړه او ټولنې ته د امنيت د ټنګښت او د خدمت لپاره وړاندې شول.

مربوطه مطالب

Back to top button