بدخشان: ‏د ۷۱ کيلومتره په اوږدوالي د واخان جغلي سړک د دویم فاز د جوړولو تړون لاسلیک شو

کابل تکی کام (پنجشنبه، ۲۳ کب، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې، نن د ۷۱ کيلومتره په اوږدوالي د بدخشان ولایت د واخان سړک د دویم فاز چارو تړون د یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو.

د افغانستان د کلیو، د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، چې نن (پنج‌شنبه، د کب ۲۳مه) له یوه خصوصي شرکت سره د ‎بدخشان ولایت د واخان سړک د دويم فاز د کار د پیل تړون لاسلیک کړ.

ياد وزارت په يوه خبرپاڼه کې د دغه وزارت د سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده له قوله ليکلي، چې د دې تړون له مخې د ۷۱ کیلومتره سړک چارې به په چټکۍ سره پر مخ يوړل شي.

د ښاغلي ‎اخندزاده په وينا، چې د واخان د سړک د جوړولو لګښت د اسلامي امارت له پراختيايي بوديجې څخه تمویلیږي.

د افغانستان اسلامي امارت دا تړون په داسې حال کې لاسلیک کړ، چې د واخان اوسیدونکي د پخوانیو حکومتونو له بې‌پامي سره مخ وو او له هر ډول اړينو اسانتیاوو، په ځانګړې توګه له سړک، بې‌برخې وو.

‏د دې پروژې عملي کېدل به نه یوازې د بدخشان او واخان اوسېدونکو ته ګټه ورسوي، بلکې د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ او اړیکو پراخېدو ته به لاره ه

واره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button