کابل تکی کام (پنجشنبه، ۲۳ کب، ۱۴۰۳ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر مسافر وړونکي اورگاډي د بريد په تړاو د پاکستاني پوځ د وياند ادعاوې او تورونه رد کړي دي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په خپل رسمي (اکس) اکاونټ ليکلي، چې بلوچستان ایالت کې پر مسافر وړونکي اورگاډي د بريد په تړاو د پاکستاني پوځ وياند هغه بېاساسه تورونه چې د پېښې تړاو افغانستان سره لگوي، په کلکه ردوو او زياتوي:«له پاکستاني لوري غواړو چې د داسې غيرمسؤولانه څرگندونو پر ځای خپل امنيت او د داخلي مشکلاتو حل ته پام واړوي».
ښاغلي بلخي ويلي، چې د هېڅ بلوڅ مخالفې ډلې غړی په افغانستان کې وجود نه لري او نه یې هم پخوا یا اوس له اسلامي امارت سره اړیکي لرلي.
نوموړي دغه راز په پېښه کې د بېگناه انسانانو په تلفاتو خواشیني څرګنده کړې او ويلي يې دي چې د سياسي اهدافو لپاره ملکيان قرباني کول د توجيه وړ نه ده.
یاد برید پرون (سې شنبې، د مارچ ۱۱مه) د بلوچستان ایالت کې هغه مهال وشو چې وسلهوالو د یوه مسافر وړونکي اورګاډي، چې پېښور ته روان و، برید پرې وکړ او یو شمېر مسافر، چې د پاکستان امنیتي ځواکونه هم په کې شامل وو، برمته کړل.
اې اېف پي خبري ادارې ویلي، پېښه کې د وژل شوو 25 جسدونه نن د پنجشنبې په سهار د اور ګاډي د لارې مچ ته وړل شوي او په دوی کې 19 جسدونه د پوځي عسکرو دي.
له دې وړاندې هم يو پوځي چارواکي ياده پېښه کې د 28 نظامیانو د وژلو خبر ورکړی وو.
که څه هم د پاکستان پوځ ويلي، چې د اورګاډي د پېښې عمليات يې پاي ته رسولي خو د بلوچستان لبريشن ارمي وايي، چې لا هم د دوی سره په زيات شمېر يرغمل کسان شته او د پوځ عمليات له ناکامۍ سره مخ کړي دي.


















