یمني ځواکونو د بحر احمر په نامه نوی بالستیک توغندی نندارې ته وړاندې کړ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳ کب، ۱۴۰۳ل)
د یمن پوځي سرچینو یو نوی بالستیک توغندی، چې “البحر الأحمر” نومیږي، نندارې ته وړاندې کړ. د راپورونو له مخې، دا توغندی د سمندري هدفونو پر ضد ځانګړی شوی او د سور سمندر او عربي سمندر په اوږدو کې د بېلابېلو کښتیو او جنګي بېړیو پر ضد کارول کېدای شي.
د یمن پوځي چارواکو ویلي، دا نوی توغندی د سیمهییزو او نړیوالو سمندري شخړو په ترڅ کې د دوی د پوځي وړتیاوو د پراخوالي یوه برخه ده.
دا اعلان په داسې حال کې شوی، چې د یمني او نړیوالو بحري ځواکونو ترمنځ کړکیچ زیات شوی، او د بېلابېلو جهتونو لخوا د وضعیت د څارنې غوښتنه شوې ده.



