ولسمشر احمد الشرع د سوریې پنځه کلن اساسي قانون لاسلیک کړ

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۴ کب، ۱۴۰۳ل)

ولسمشر احمد الشرع د سوریې پنځه کلن اساسي قانون لاسلیک کړ الشرع دا قانون د سوریې د “نوي تاریخ پیل” وباله.

تازه لاسلیک شوي قانون کې اسلامي فقه اصلي سرچینه ګڼل شوې او د ښځو په ګډون د ټولو اتباعو حقوق پکې تضمین شوي دي.

احمد الشرع د پنجشنبې په ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ کې د نوي قانون د لاسلیک پر مهال وویل، “زه هیله لرم چې د قانون به د سوریې د نوي تاریخ پیل وي، چیرې چې ظلم پر عدالت او کړاو پر بښنې بدل شي”.

قانون کې د انتقالي دورې موده پنځه کاله ټاکل شوې او له مخې یې باید د “انتقالي عدالت کمیسیون” جوړ شي څو د مخکیني حکومت د جنایتونو پلټنه وکړي او د قربانیانو او ژوندی پاتې شویو کسانو لپاره عدالت تامین کړي.

نوي اساسي قانون کې راغلي: د سوریې ولسمشر باید مسلمان وي او اسلامي فقه د قانون جوړونې اصلي سرچینه ګڼل شوې ده.

دغه راز د اساس قانون په یوه ماده کې راغلي: د پارلمان چې یوه برخه غړي یې د ولسمشر له لوري ټاکل کېږي، د ټولو قوانینو د تدوین مسوولیت لري.

مربوطه مطالب

Back to top button