ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۵. ۲ میلیارد افغانیو په ارزښت اته پروژې منظورې کړې

کابل تکی کام (يکشنبه، ۲۶ کب، ۱۴۰۳ل)

د اقتصادي معاونيت د راپور له مخې، د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر  په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۵. ۲ میلیارد افغانیو په ارزښت د اتو پروژو قراردادونه منظور او د ۱۳نورو یې تعدیل کړي دي.
اقتصادي معاونيت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې نن د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته ۲۹پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې وې، چې له جملې یې د اتو پروژو قراردادونه منظور، د ۱۳ تعدیل، د دوو لغوه او شپږ پروژې په تدارکاتي پروسو کې د موجودو ستونزو له امله رد شوې.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادو شپږو پروژو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دنده سپارل شوې، څو د تدارکاتي پروسو د اصولو په پام کې نیولو سره یې قراردادونه و ارزوي او راپور یې د دغه کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي.
په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کندهار ولایت د دهلې بند د ساتنې او پاملرنې چارو بشپړول، د کابل طبي پوهنتون د علي اباد روغتون کې د سرطاني ناروغيو د درملنې مرکز د پاتې چارو بشپړول، د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ او باغ پل سیمه کې د ترانسپورټي ترمینلونو جوړول،د کابل – کندهار لویې لارې د پاتې برخو بشپړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي چې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button