په یمن د امریکا بریدونه؛ ۳۹ تنه شهیدان او سلګونه نور ټپیان شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۶ کب، ۱۴۰۳ل)
له یمن وروستي ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د یمن په بېلا بېلو ښارونو د امریکایي اشغالګرو د تېرې شپې په وحشیانه او ترهګریزو بریدونو کې د ښځو او ماشومان په ګډون ۳۹ کسان شهیدان او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
د یمن دولتي تلویزیون خبر ورکړی، چې د امریکا هوایي بریدونو ډېره مرګ ژوبله پلازمینه صنعا کې اړولې ده.
د ویلو ده، چې امریکا تېره شپه ناوخته د یمن په پلازمینې صنعا او ځینو نورو ښارونو باندې پراخ هوایي بریدونه ترسره کړل او ادعا یې وکړه، چې د انصارالله غورځنګ د مرکزي دفتر په ګډون یې ځینې مهم اهداف په نښه او له مینځه وړي دي.



