يمني ځواکونو ځوابي برید کې امريکايي کښتۍ په نښه کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۶ کب، ۱۴۰۳ل)
د يمني ځواکونو لخوا په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو يې د امريکا او متحدينو له لوري په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې پر يمن د هوایي بريدونو ځواب کې سور سمندرګي کې امريکايي کښتۍ په نښه کړي.
خبرپاڼه زیاتوي:« امریکا ځواکونو تېرو ساعتونو کې زموږ پر هېواد ښکاره یرغل کړی، چې په ترڅ کې یې له ۴۷ ډېرو هوایي بریدونو ترسره کړل. دا بریدونه د صنعاء، صعده، البیضاء، حجه، ذمار، مأرب او الجوف ولایتونه په نښه کړل، چې له امله یې لسګونه کسان شهیدان او ټپیان شوي دي، خو کره شمېره لا نه ده څرګنده.
د دې برید په ځواب کې، د یمن وسلهوالو ځواکونو د الله په مرسته ځانګړی پوځي عملیات ترسره کړل، چې پکې یې د امریکا د “یو ایس ایس هاري ترومان” الوتکه لېږدونکې بېړۍ او ورسره جنګي کښتۍ د سور سمندر په شمالي برخه کې په نښه کړې. دا عملیات د ۱۸ بالستیکي او کروز توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په واسطه ترسره شول، چې د توغندیز ځواک، هوايي ځواک او سمندري ځواکونو لهخوا په ګډه تطبیق شول.
د یمن وسلهوال ځواکونه ټینګه اراده لري چې د امریکا هر ډول سمندري جنګي کښتۍ د سور او عربي سمندر په اوبو کې په نښه کړي، تر څو د خپل هېواد پر وړاندې د امریکا د یرغل غچ واخلي. همداراز، د اسرائیل د دښمنۍ پر وړاندې خپل سمندري محاصره جاري ساتي او د عملیاتو د اعلان شوې سیمې دننه د اسرائیلي کښتیو د تګ راتګ مخنیوی کوي، ترڅو د غزې تړانګې ته بشري مرستې او اړین توکي ورسول شي.»



