ارګ: ګاونډي هیوادونه دې د افغان مهاجرینو له بېړني او جبري اېستلو څخه ډډه وکړي

کابل تکی کام (دوشنبه، ۲۷ کب، ۱۴۰۳ل)
په ارګ کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون په ناسته کې د مهاجرينو ستونزو ته د ښې رسېدنې پر لارو چارو خبرې شوي او په دې ټينګار شوی چې په کور دننه افغان تجارانو ته اسانتياوې او د پانګونې فرصتونه رامنځته شي.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په دغه ناسته کې پر ګاونډيو هېوادونو غږ شوی، چې د افغان مهاجرینو له بېړني او جبري اېستلو څخه ډډه وکړي او ګاونډي هېوادونه ډې په همغږۍ او د ګډ مبکانېزم له مخې افغان مهاجرین هیواد ته را ولېږدوي.
دغه راز په ناسته کې له او آی سي، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نورو نړیوالو بنسټونو او ادارو څخه غوښتل شوي، چې د افغان مهاجرینو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او له کوربه هیوادونو سره د لېږد په سالمې پروسې کار وکړي؛ ترڅو هیواد ته د مهاجرينو راستنېده د ځانګړي مېکانېزم له مخې ترسره شي.



