دفاع وزير: د مهاجرينو په اړه د پاکستان پريکړه يو اړخيزه او ظالمانه ده، اوسنی حالت به اړيکې نورې هم ترينګلې کړي

کابل تکی کام (دوشنبه، ۲۷ کب، ۱۴۰۳ل)
د افغانستان د دفاع وزير ملا محمد يعقوب مجاهد په پاکستان کې د مهاجرينو سره د روان حالت په اړه په خپلو تازه څرګندونو کې د مهاجرينو د ايستلو په اړه د پاکستان پريکړه يو اړخيزه او ظالمانه بللې ده.
ملا يعقوب په يوه غږيز کليپ کې چې کابل ټکی کام ته رسيدلی د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د افغانانو سره ظلم ونکړي، د هغوی مالونه او شخصي ملکيتونه ورڅخه ضبط نه کړي او که دا کار وشي نو د دوی له لوري به یې پوښتنه وشي زیاتوي: «د پاکستان پر رژيم باندې غږ کوم چې هغوی بايد له افغانانو سره ظلم او زياتی ونکړي، د هغوی شخصي مالونه ورڅخه وانخلي، د هغوی ملکيتونه ضبط نکړي، چې دا په هیڅ قانون او هیڅ اصولو کې دوی نه شي کولای. د دې به پوښتنه کېږي، په ټول توان سره به د دې مخنيوی کوو او اجازه به ورنکړو چې څوک زمونږ د افغان ورڼو شخصي ملکيتونه ضبط کړي، ورڅخه ويې ګرځوی او غلا یې کړي».
د افغانستان د دفاع وزير ښاغلي ملا يعقوب دغه راز ويلي، چې د افغان کډوالو سره په لارو کې د راتګ پر مهال په دروازو کې ډېر ظلم روان دی چې بايد ژر تر ژره دا ظلم ودرول شي او نوموړي پر نړيوالو، ملګرو ملتونو، خيريه بنسټونو، اسلامي کانفرانس او مؤسساتو غږ کړی چې د افغان مهاجرينو وضعيت ته پام وکړي او ټول بايد د پاکستان پر حکومت غږ وکړي، چې د مهاجرينو سره روان حالت پای ته ورسوي.
ښاغلي مجاهد ويلي، که پاکستان چيرې مهاجرين خپل هېواد ته ستنوي هم بايد هغوی په باعزته طریقه هېواد ته راستانه شي او نوموړي ګواښ کړی وايي:«پاکستانی رژيم چې هرڅه کوي بايد عواقب يې وسنجوي او دومره وکري چې بیا يې د ريبلو توان لري».
دفاع وزير په خپلو خبرو کې زياتوي، اوسنی حالت به د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې ډېرې ترينګلې کړي، حالت به ډېر خطرناک لوري ته یوسي او دوی بايد ژر تر ژره له ظلم او ناروا څخه لاس واخلي او کوم افغانان چې په خپله خوښه افغانستان ته راځي بايد اجازه ورکول شي چې په عزت باندې خپل هېواد ته راستانه شي مونږ مرحبا ورته وايو او د دوی په خدمت کې به يو.
دغه راز نوموړي، د مهاجرينو په اړه د پاکستان پريکړه يو اړخيزه او ظالمانه بللې چې په وينا يې «مونږ ته په هيڅ صورت د منلو نه ده او مونږ ورسره موافق نه يو».
د يادونې ده، چې پاکستان څو اوونۍ مخکې په دغه هېواد کې ميشت افغان کارت لونکو او بغير کارت لرونکو کډوالو ته تر ۳۱ مارچ پورې وخت ورکړی چې له دغه هېواده ووځي.



