ترکي پولیسو د دولت مخالفې «زمان» ورځپاڼې پر دفتر چاپه وهلې

کابل ټکی کام ۱۵کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
رويټرز خبري اژانس خبر ور کړ ی دی، چې نن سهار ترکي پولیس د زمان نومي ورځپاڼې دفتر ته چې د دغه هېواد د دولت مخالفه ورځپاڼه ده، ور ننوتي دي.
دغه اژانس زیاتوي، چې پولیسو لومړی د خلکو د تیت پرک کولو لپاره، له اوښلن ګاز او له اوبه پاشونکو موټرونو څخه کار واخیست، او بیا د یادې ورځپاڼې دفتر ته ور ننوتل.
پولیس د یادې ورځپاڼې دفتر ته په داسې حال کې ور ننوتلي دي، چې څو ساعتونه وړاندې د دغه هېواد محکمې د یادې ورځپاڼې د کنټرولولو امر کړی وو.
دغې محکمې د دغې ورځپاڼې پر وړاندې د ګام اخیستو وجه نه ده څرګنده کړې.
یاده ورځپاڼه چې د حزمت خوځښت سره تړاو لري، او ترکیه دغه خوځښت په «ترهګریزو» کارونو تورن بولي.
د دغه خوځښت مشران ترکي مخالف سیاستوال او فتح الله ګولن دی، چې په امریکا کې اوسیږي.
د یاد خوځښت مشر فتح الله ګولن وړاندې هم د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکیې د نظام په چپه کولو تورن کړی وو.
فتح الله ګولن چې له ۱۹۹۹م کال څخه په امریکا کې اوسیږي، تېر کال یې د ۵ رسنیو کنټرول په لاس کې لرلو.
د یادولو ده، یادې ورځپاڼې به د ترکیې د حکومت پر خلاف کلکې نیوکې کولې، چې د ترکیې حکومت ته خطرناکه بلل شوې وه.



