کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷ وری، ۱۴۰۴ل)
د يمني حوثيانو مشر عبدالمالک الحوثي په وروستيو څرګندونو کې ويلي، چې که څه هم صهیونیسټ رژیم د امریکا په ملاتړ سره هڅه کوي چې د فلسطین مسله په بشپړه توګه له منځه یوسي، خو یمن به پرته له کوم ځنډ څخه د فلسطیني خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې موږ د فلسطین د خلکو په ملاتړ کې د خپل ایمان، انسانیت او اخلاقو تر څنګ ولاړ یو، او موږ به په دې برخه کې پرته له ځنډ یا شاتګ څخه خپل مسؤلیت ته دوام ورکړو.
موږ د صهیونیسټ رژیم د هغو پلانونو په وړاندې خبرداری ورکوو چې غواړي فلسطین په بشپړه توګه ونیسي او د دې هیواد خلک په زوره بې ځایه کړي. دا پلانونه په غزه، لویدیځه غاړه، جنین، طولکرم او نابلس کې د صهیونیسټ رژیم په وروستیو جنایتونو کې په څرګنده توګه لیدل کیږي.

















