کابل ټکی کام (جمعه، ۸ وری، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت مرکزي ویاند ښاغلي “ذبیح الله مجاهد” پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: د ملي دفاع وزیر محترم مولوي محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزیر محترم خلیفه سراج الدین حقاني، د استخباراتو لوی رئیس محترم ملا عبدالحق وثیق، د دفاع وزارت مرستیال محترم ملا عبدالقیوم ذاکر او د کورنیو چارو وزارت مرستیال محترم مولوي محمد نبي عمري په کندهار کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ته د هېواد د امنیت په اړه را پور وړاندې کړ.
په ناسته کې د یادو امنیتي ارګانونو وړاندیزونه واوریدل شول او هغوی ته، د اجرأتو او د کاري استقامتونو په برخو کې لازم هدایات وشول او د لاښه نظم، تجهیز او ظرفیت لوړونې په اړه لازم تصامیم ونیول شول.

















