په ميانمار کې د زلزلې له امله د مړو شمېر نږدې ۷۰۰ تنه رسيدلی، ټپيان له زر تنو زيات دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۹ وری، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې، د میانمار چارواکو اعلان کړی چې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۶۹۴ ته رسېدلی او د ټپيانو شمېر ۱,۶۷۰ ته لوړ شوی دی.

د میانمار د نظامي حکومت مشر، جنرال مین آونګ هلایینګ، ویلي چې د دې زلزلې قربانیان ښايي لا زیات شي، او هغه له “هر هېواد” څخه د مرستو غوښتنه کړې ده.

دغه زلزله پرون د جمعې په ورځ (۸ حمل) د ۷.۷ شدت سره میانمار او د تایلند ځینې برخې ولړزولې.

د راپورونو له مخې، د دې ویجاړیو ډېره برخه د میانمار په ماندالي ښار کې شوې، چې د زلزلې مرکز ته نږدې و، او د غرمې په مهال پېښه شوې ده.

چين او امريکا د ميانمار سره د مرستو کولو ژمنې

کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button