د رؤیت هلال مرکزي کمېټې مهمه خبرتیا!

د رؤیت هلال مرکزي کمېټې مهمه خبرتیا!

د مرکزي او ټولو ولایتونو د رؤیت هلال کمېټو قدرمنو شیوخ عظامو او محترمو علماء کرامو ته!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
الله پاک مو محفوظ او منصور ولره.
وبعد: د افغانستان اسلامي امارت د میاشتې د لیدو د مرکزي کمېټې د رهبرۍ محترم مقام د هدایت په اساس نن د شنبې ورځ، مؤرخ ۲۹/رمضان المبارک/۱۴۴۶هـ ق مصادف ۹/حمل/۱۴۰۴هـ ش مازدیګر لمانځه وروسته دې د ولایتونو او ولسوالیو په سطحه د یادو کمېټو مسؤولین او مؤظف کسان د ۱۴۴۶هـ ق کال د شوال المکرم (کوچني اختر) میاشتې د لیدلو لپاره په داسې مشخصو ځایونو کې چې د میاشتې د لیدو امکان په کې ډېر وي حضور ولري او د میاشتې د لیدلو لپاره دې په هره ممکنه طریقه چې وي په ډېر دقت تلاش وکړي.
د ۱۴۴۶هـ ق کال د شوال المکرم میاشتې د لیدلو یا نه لیدلو په اړه دې خپل دقیق معلومات د ولایتي محاکمو له لارې د رؤیت هلال مرکزي کمېټې سره شریک کړي.

البته د میاشتې د لیدو مرکزي کمېټې د خبرتیا په اساس د ټولو هیوادوالو څخه هیله شوې چې په خپله سیمه کې د میاشتې د لیدو اهتمام وکړي، ځکه چې د هیوادوالو له لوري د میاشتې د لیدو اهتمام یو شرعي اصل دی، نو په دې اساس که کوم هیوادوال هم میاشت ولیده او د خپلې سیمې محکمې او د رؤیت هلال کمېټې ته د شاهدۍ اداء کولو لپاره حاضر شو؛ نو اړونده محکمه به د دوی شاهدي د شرعي اصولو موافق اوري، د شاهدانو تزکیه به کوي تر هغه وروسته به ټول معلومات د میاشتې د لیدو مرکزي کمېټې سره شریکوي.
یادونه: وروستی اعلان به د رؤیت هلال مرکزي کمېټې لخوا کېږي.
درنښت
د سترې محکمې د بهرنيو او عامه اړيکو رئيس مولوي عبدالرحيم راشد

مربوطه مطالب

Back to top button