ليک : مولوي سبحان الله عزام
د دې مقدس مقام سره د مسلمه امت اړيکه نه بيلېدونکې ده، په اسلام کې د مسجد حرم او مسجد نبوي وروسته تر ټولو ځايونو سپيڅلی ځای دی، بيت المقدس د مسلمانانو لومړۍ قبله ده، د همدې ځايه د دواړو جهانونو سردار آسمانونو ته سفر کړی.
د تاريخ په اوږدو کې د القدس ښار يا عموم کې د فلسطين خاوره په ځلونو ځلونو د صليبي يهودي اشغالګرو لخوا اشغال شوې ده او د دې مقدس ځای تقدس يې تر پښو لاندې کړی، خو د آزادۍ لپاره يې په هره زمانه کې، د هر اشغالګر نه، د سر په بیه آزاـ دي اخيستې، نن هم دا مهم ښار د يهودو لخوا اشغال شوی، د امت واجيبه جوړيږي چې د آزادۍ لپاره يې قربانۍ ته وړاندې شي، نن په غزه کې د همدې مقدس مقام لپاره سرښندنې راوانې دي، هره ورځ په سلهاوو شازلميان د فلسطين او د القدس قضايي لپاره نذرانه کېږي، دا صرف د فلسطيني ولس قضيه نه؛ بلکې د ټول امت قضيه ده، خو د دې امـت په لومړۍ کرښه کې جنګېدونکی ولس د فلسطين ولس دی، موږ هم په دې نه خلاصيږو چې د يهودو سره مخامخ جګړه نه شو کولی یا هغې ځای ته رسيده ګي نه کېږي، بس موږ خلاص یو، نور مو هیڅ مسؤلیت نشته، نانا، ضروري نه ده چې حتماً موږ د نظامي برخه کې ونډه واخلو، ضروري دا ده چې هر هغه وسيله چې د يهودي او صهيونیستي فکر په نقصان تماميدلی شي بايد په کار يې واچوو، ډېر ميدانونه دي چې موږ د دوی سره مقابله پکې کولی شو، خو چې کار پرې وکړو، که نوره نه وي خپله کورنۍ، خپل بچيان او خپل انډوال/ملګری د صهیونیستي رژیم له اهدافو څخه خو یې باخبره ساتلی شو او د دې مقدس مقام سره معنوي اړیکه باندې يې بايد باخبره وساتو.
نور بيت المقدس زموږ دی، او موږ د بيت المقدس یو.


















