له کابله تر جلال اباده د ۹۰ کیلومتره برېښنا لېږد مزي غځولو تر څنګ د يو شمېر مهمو پروژو د پروسو د چټکولو په اړه لارښوونې شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۹ وری، ۱۴۰۴ل)
د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د میدان وردګ د ګړومبي بند، د بلخ د قره تېري بند، د کندهار د شنه نري بند او د پکتیا د وچ نري بند د سروې او امکان سنجۍ مطالعاتو پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې چې له هراړخیزې ارزونې وروسته یې د روان ۱۴۰۴مالي کال په بودیجه کې د نیولو پرېکړه شوې ده.
د اقتصادي معاونيت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه غونډه کې د کندهار د بای پاس لویې لارې، ارغستان بند جوړولو، له کابل ولایت څخه تر جلال اباد پورې د ۹۰ کیلومتره برېښنا لېږد مزي غځولو او په جلال اباد ښار کې د شیخ مصري سبسټېشن د چارو بشپړولو موضوعاتو باندې تر بحث وروسته پرېکړه شوې چې د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ ګنده کوتل د سرپ او جستو کان څخه لاسته راغلي عواید دې د مالیې وزارت له لوري د ځانګړي کوډ په ایجادولو سره یادو عامالمنفعه پروژو ته ځانګړي شي.
خبرپاڼه زياتوي ، په غونډه کې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید، د دشت الوان ۵۰۰ کیلو ولټه انتقالي مزي د پاتې چارو، د بت خاک نوي سبسټېشن جوړولو، د چمتلي سبسټېشن ۲۲۰ کیلو ولټه انتقالي مزي غځولو او همداراز د ارغندۍ سبسټېشن ۲۲۰ کیلو ولټه انتقالي مزي غځولو پروژو له پاره د ځمکو د استملاک، لېږد او تصفیې پروسې د چټکولو په اړه هم بحث شوی او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته دنده سپارل شوې، څو د یادو پروژو له پاره د ځمکې د تصفیې او استملاک پاتې ۲۰سلنه چارې بشپړې او مالیه وزارت دې په ۱۴۰۴ مالي کال کې د یادو پروژو له پاره د ځمکې استملاک ته بودیجه ځانګړې کړي.
همداراز، له خصوصي سکټور سره د ننګرهار په حصار شاهي صنعتي پارک کې د ۴۰میګاواټه لمریزې برېښنا د پانګونې طرحه هم تایید شوې ده، چې خصوصي سکتور به د دغه طرحې له مخې ۵۰.۶۹ میلیون ډالره پانګونه کوي.



