شونې ده چې په نږدې وخت کې د طالب بنديانو د خلاصون پروسه بشپړه شي او ټول طالب بنديان ازاد شي او هغه اووه تنه چې فرانسې او ځينو نورو هېوادونو يې د خلاصون په اړه د نټې دريځ درلود؛ قطر ته لاړ شي او او ورپسې جوخت په څو ورځو کې بين الافغاني مذاکرات پيل شي.
د رسنيو په استناد داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې ملي مصالحې شورا د عبدالله عبدالله په مشرۍ جوړه شوې ده خو دا چې ځينو سیاسيونو له دغې شورا سره مخالفت ښودلی هغه جزي مسئله بلل کيږي.
خو اوازې دي چې د افغان سياسيونو، کابل ادارې او طالبانو مذاکراتي ټيمونه دې ته تيار دي چې بين الافغاني مذاکرات پيل کړي او په ترڅ کې يې پر يوه افغان شموله اسلامي نظام باندې فيصله وکړي.
خو دا چې په دغو مذاکراتو کې د طالبانو غوښتنې، هيلې او اجنډا له ورايه څرګنده ده بلکې له تېرو نولسو يا شلو کلونو راهيسې يې اجنډا د هېواد د اشغال او څلوېښت کلنو ناخوالو خاتمه او په هېواد کې سرتاسري امن او د اسلامي نظام نفاذ دی.
خو په دغو بين الافغاني مذاکراتو کې ښايي د کابل ادارې او افغان سیاسيونو غوښتنې، هيلې او اجنډا يو له بل سره توپير ولري.
کابل اداره خو ټولو ته معلومه ده چې له ډېرې مودې راهیسې يې اجنډا توپير پيدا کوي خو دا چې دوی زيات اصرار په دې کوي چې همدا نافذ؟ نظام، ډیموکراسي او جمهوريت دې پر ځای پاتې وی؛ په دې اړه يې د شمال ټلوالې له پخوانيو جنګسالارانو او نورو د افغان ملت له دښمنو څېرو سره هم ځينې خبرې اترې او مجلسونه کړي وو.
خو دا چې په دغو مذاکراتو کې کابل اداره د يوه جهت يا سیاسي لوري حيثيت لري نو اجنډا يې هم چندان حیثيت نه لري بلکې ښايي د يوه نظر په څېر واوسي.
ځکه چې طالبانو هم لا له وړاندې ويلي وو چې په بين الافغاني مذاکراتو کې به د اسلامي نظام له نفاذ پرته پر بل هيڅ ډول نظام بحث نه کيږي.
خو د افغان سياسيونو اجنډا او هيلې شايد د کابل ادارې له اجنډا سره توپير ولري او هغه ځکه چې افغان سياسيون له ډېره وخته له طالبانو سره د بېلابېلو عواملو له امله هم فکره شوي دي.
له کومه وخته چې کابل ادارې د سولې مخالفت څرګند کړی له هماغه راهيسې ټول افغان سياسون له کابل ادارې سره په نظري لحاظ مخالف شوي دي.بل لور ته د طالبانو د دعوت او ارشاد کميسيون هڅې او کوښښونه د دې لامل شول چې افغان سياسيون له طالبانو سره نظري او فکري يووالی پيدا کړي.
خو ښايي په بين الافغاني مذاکراتو کې د افغان سياسيونو تر ټولو لويه هيله او غوښتنه د دائمي يا موقتي اوربند غوښتنه وي. که څه هم افغان سياسيون د اوربند غوښتنه زیاته او هر وخت تکراروي؛ خو بیا هم افغان سياسيون بايد په دې وپوهېږي چې اوربند هم ځانګړی وخت لري، او تر څو چې کابل اداره د سولې او اسلامي نظام به مخالفت کې واقع وي نو تر هغو پورې اوربند غير معقوله غوښتنه ده.
په هر صورت بايد ووايو چې په بين الافغاني مذاکراتو کې به د افغان سياسيونو لويه غوښتنه د اوربند وي.