یمني ځواکونه: سره سمندر کې یې ګڼې امریکایي بېړۍ په نښه کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ وری، ۱۴۰۴ل)
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال يحيي سريع ادعا کړې، چې
په سره سمندر کې یې د امریکایي اشغالګرو ګڼ شمېر بېړۍ په نښه کړي، چې یوه پکې د امریکا ستره جنګي بېړۍ ترومان ده.
نوموړي ادعا کړې، چې بريد مو د ډرون الوتکو او کروز توغندیو پر مټ ترسره کړی، چې څو ساعته یې دوام درلود.
د یحیی سریع په خبره: پر یمن مو د امریکایي اشغالګرو د دوو هوايي بريدونه مخنيوی هم کړی دی.
د ویلو دهو چې يحيي سريع یوځل بیا ټینګار کړی، چې یمن به هيڅکله تسليم نشي او نه به د فلسطيني مظلوم ملت ملاتړ پريږدي ، او په دې لار کې به د هيڅ خطر پروا هم ونه ساتي.



