کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۴ل)
پوځي شنونکی او د منځني ختيځ جيوپوليتيک کارپوه فائز الدويري وايي، چې اسراییلي اشغالګر ځواکونه زړې تجربې تکراروي او هيڅ به هم لاسته را نه وړي.
ښاغلي الدويري الجزيرې ته په يوه بحث کې وويل، چې د اسرائيلو تازه توند بريدونه د جګړې په ډګر کوم ستراتيژيک بدلون نه شي راوستلی، بلکې هماغه زړې تجربې دي چې اشغالګر پوځ پخوا هم کړې وې او کومه نتيجه يې نه وه ورکړې او اوس به هم نتيجه ورنکړي.
نوموړي زياته کړې، دا سيمې چې اوس پرې د وحشيانو بريد روان دی، دا يې شپږم ځل دی چې دوی ورته ننوځي خو هيڅ لاسته راوړنه نه لري.
د دويري په باور غزه کې مقاومت مناسب فرصت ته منتظر دی چې دمګړۍ دا ښه ستراتيژي ده.
هغه ويلي، اسراییلي اشغالګرو چې کله په ۲۰۰۵ کال کې په غزه بريد کړی وو، هغه مهال يې هم غوښتل چې غزه ونيسي او همدا يې غوښتل چې رفح له غزې جلا کړي، خو له ډير لګښت وروسته يې بيرته ځکه د رفح سيمه خوشې کړه چې درانده مصارف او سخت زيان يې پکې وليد زياتوي:« کټ مټ نن هم هماغه پخوانۍ طرحه باندې دوی روان دي، هغه چې مقاومت په کمزوري حالت کې ماته کړې وه.»
وايي د جګړې د اوږد والي له امله مقاومت خپله ستراتيژي بدله کړې ده،کمزوری شوی نه دی په خبره يې مقاومت پوهيږي چې اوږد مهاله جګړه کې بايد د امکاناتو خيال وساتل شي،نو همدا ده چې مناسب وخت ته انتظار کوي او بيا ګوزار کوي.
















