ملا عبدالسلام ضعیف په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفير
امارت چې د امریکایانو سره د شل کلن اشغال په سختو کلونو کې معامله ونکړه، چې هم بیساري خطرونه هم د پاکستان په شمول نړیوال فشارونه او هم د امتیاز او تهدیدونو پیغامونه وه، اوس څنګه کیدلای سي چې حالات ۱۸۰ درجې تغیر کړی دی داسې کړنه ممکنه سي. نه داسې نسي کیدلای بلکې دا تبلیغات یوازې د دې لپاره کیږي، کیدای سي په نورو بڼو هم وسي، یقین لرم چې دا به د دوی د استخباراتي پلان او ستراتیژۍ برخه هم وي، چې په مذهبي توګه د امارت مذهبي اړخ تر سوال لاندې راولي او بل په سیاسي توګه د چین، روس او ایران ذهنیت د افغانستان په اړه ګډوډ کړي.
افغانستان ته پکار ده چې په استخباراتي او ډیلوماتیک ډګرونو کې نور هم فعال سي تر څو په منظم ډول دغسي شومې دسیسې د دوی په حقیقي تصویر کې ناکامه، سیمې او نړیوالو ته یې روښانه کړي.


















