کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۴ل)
د کندهار په سپین بولدک کې مسوولين وايي، چې تر سل تنو زيات افغان کډوال د پاکستان له زندانونو را آزاد او خپل هېواد ته راستانه شول.
د سپين بولدک د سرحدي امريت مسولين وايي، چې تېره ورځ «۱۸ وری ـ دوشنبه» ۱۰۱ افغان کډوال چې د پاکستان په بېلابيلو برخو کې نيول شوي و او تر پنځو ورځو پورې په زندانونو کې ساتل شوي و.
سرچينې زياته کړې، ياد کسان د ثبت او بشري مرستو د ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته ولیږدول شول.


















