کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۴ل)
د فلسطيني مقاومت کوونکي غورځنګ حماس د سیاسي دفتر وياند حسام بدران کابل ټکي کام ویب پاڼې سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي، چې ځواکونه يې لا هم په غزه کې د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې په مبارزه بوخت دي او په وینا يې په دې مقدس جهاد کې د مسلمانانو هر اړخيزو همکاريو ته اړتيا لري.
نوموړي د فلسطين د قضيې په هکله د افغانستان اسلامي امارت د دريځ ستاينه کړې او زياته کړې يې ده، چې افغانان څو څو ځله د اشغال له پېښو سره مخ شوی، خو هر ځل یې اشغالګر شړلي او خپله پاکه خاوره یې بېرته آزاده کړې ده.
ښاغلي بدران ټينګار کړی، چې د فلسطين او قدس قضيه د ټولو مسلمانانو قضيه ده او ټول مسلمانان بايد د اشغالګرو څخه د لومړۍ قبلې د ازادۍ او د فلسطيني ملت د حقوقو لپاره د اقصی طوفان په عملياتو کې برخه واخلي او دغه مقدس جهاد بريا ته ورسوي.
بدران زياتوي، د غزې عزتمن او په دين او ازادۍ مين اولس له څو میاشتو راهیسې د وژنو، لوږې او محاصرې له سختو شرایطو سره مخ دی.


















