تېر کال د الکترونیکي تذکرو د څه‌باندې ۲ میلیونه او ۷۳۴ زره غوښتونکو هویت تثبیت شوی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۴ل)

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د دغه ادارې د هویت تثبیت او د ارشیف د تنظیم ریاست د الکترونیکي تذکرو د وېش په بهیر کې د اسانتیا په موخه توانېدلی چې تېر کال په ټول هېواد کې د الکترونیکي تذکرو د ۲ میلیونه او ۷۳۴ زره او ۲۷۴ غوښتونکو هویت تثبیت کړي.

يادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دې ریاست په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د هېوادوالو ۱۱۵ زره او ۷۵۲ پاڼې معلومات د هویت تثبیت په ملي سېسټم کې تجدید کړي او ترڅنګ یې ۹۹ زره او ۴۵۰ غوښتونکو او حکومتي مراجعوو ته د هویت اړوند معلومات وړاندې کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button