کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ وری، ۱۴۰۴ل)
د پکتيا ولايت څخه راپورونه وايي، چې د دغه ولايت د مرکز ګرديز اړوند په رباط سيمه کې يو حوزوي روغتون جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو او دغه راز د پکتيا په حوزوي روغتون کې د لومړي ځل لپاره په پنځو برخو کې د تخصص د پروګرام د پيل خبر ورکړل شو.
د پکتيا د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، چې د ګردېز ښار اړوند د رباط کډوالو ښارګوټي کې د ۳۷۵زره امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتيايي مرکز جوړ او ګټېاخيستنې ته وسپارل شو.
د پکتيا د عامې روغتيايي رييس ډاکټر معراجګل عادل د ياد روغتيايي مرکز د ګټېاخيستنې مراسمو کې وويل چې ياد مرکز د ملګروملتونو د کډوالو چارو د دفتر «يواېناېچسيار» په مالي لګښت جوړ شوی زياتوي:«دغه روغتیايي مرکز چې په ٣٥٠٠ متره مربع ځمکه باندې جوړ شوی بېلابېلو برخو لپاره ٣٤ خونې او ٣٠ بسترونه لري او هڅې کوي چې ډیر ژر د بشري او مسلکي پرسونل سربیره په مجهزو طبي او عصري وسایلو یې سمبال کړي».
دغه راز په يو بل خبر کې ويل شوي، چې د پکتیا په حوزوي روغتون کې د سویل ختیځ زون په کچه د لومړي ځل لپاره د اکمال تخصص پروګرام په پنځو بېلابېلو څانګو (عمومي داخله، عمومي جراحي، عمومي اطفال، نسايي ولادي او ارتوپیدي) کې پیل شو.
ډاکټر معراج ګل عادل په دې اړه وويل، له اوږدو هڅو وروسته د عامې روغتيا د وزير نور جلال جلالي د شفقت او ملاتړ په مټ د پکتيا ولايت پۀ حوزوي روغتون کې دا زدهکړیز پروګرام پيل شو، چې ورسره به د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړ شي او خلک به له روغتيايي تخصصي خدماتو برخمن شي.


















