کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ وری، ۱۴۰۴ل)
د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت خبرداری ورکړی وايي، هغه کسان چې د عمرې وېزې له مخې د ذوالقعدې میاشتې تر لومړۍ (چې د ۲۰۲۵ د اپرېل له ۲۹مې سره سمون لري) یا تر هغې وړاندې سعودي عرب ته راغلي، باید خامخا بېرته ولاړ شي، ځکه چې د حج د الوتنو له پیل سره به د عمرې زیارت کوونکو پاتې کېدل غیرقانوني وبلل شي.
د حج وزارت زیاته کړې، چې بهرني عمره کوونکي یوازې تر ۱۵ شوال (برابر د ۲۰۲۵ د اپرېل ۱۳مه) پورې کولای شي سعودي ته راشي، له هغې وروسته به د حج لپاره چمتووالی پیل شي.
وزارت ټولو هغو زیارت کوونکو ته چې د عمرې وېزې له مخې اوس مهال په سعودي کې دي، لارښوونه کړې چې قوانین په کلکه رعایت کړي او تر ۲۹ اپرېل یا تر هغې وړاندې له سعودي څخه ووځي.
هغه کسان چې له ټاکل شوې نېټې وروسته پاتې شي، د سعودي د اقامې او مهاجرت د قوانینو سرغړونکی بلل کېږي، چې پر وړاندې به یې جریمه لګول کېږي.
له دې مخکې هم وزارت خبرداری ورکړی و، چې د عمره زیارت کوونکو د بېرته تګ په ځنډ کې یولک ریال جریمه شته.
دغه راز، هغو کمپنیو ته هم سپارښتنه شوې چې د عمرې زیارت کوونکي له بهرنیو هېوادونو څخه راولي، باید ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی تر مدیریت لاندې زیارت کوونکي پر وخت بېرته ولاړ شي، تر څو له درنو جریمو خلاص شي.


















